ولسمشر: د فراه اوبه به په منظم ډول مدیریت کړل سي

comments 0

هندوکش – فراه: ولسمشر غني فراه ته د سفر پر مهال ویلي؛ حکومت د اوبو د مدیریت لپاره پیاوړې اراده لري او په دغه ولايت کې د بخش اباد بند د جوړولو په مرسته اوبه په منظم ډول مدیریت کړل سي.
د هغه په وینا؛ د فراه کرنیز محصولات لکه انار به نړيوالو بازارونو ته صادر او د فراه برېښنا به د ترکمنستان د وارداتي برېښنا په مټ تامین سي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن په فراه کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو بهیر د ارزونې په موخه دغه ولايت ته تللی و.
عاطفه مصمم

Comments