ولسمشر د عملیاتو لارښوونه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د جمهوررئیس غني په مشرۍ د هېواد د امنیتي  او دفاعي سکتور د رهبرۍ په ګډون غونډه پرون ماسخوتن په  ارګ کې جوړه شوه.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور  له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د امنیتي وضعیت د ښه والي او راتلونکو عملیاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

ولسمشر په دې غونډه کې امنیتي سکتور ته لارښوونه کړې چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

ولسمشر افغان ځواکونو ته لارښوونه کړې چې هغه وسله والې ډلې وځپي کومې چې له سولې تیښته کوي.

له دې سره ملي دفاع وزارت عملیاتو ته چمتووالی ښوودلی او خبرداری یې ورکړی چې وسله والې ډلې به تر سخت فشار لاندې ونیسي چې سولې ته غاړه کیږدي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments