ولسمشر د شهیدانو کورنیو غړو ته کورونه ورکړل

comments 0

هندوکش – کابل: د دفاع وزارت د وړاندیز او د جمهوررئیس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ د امنیتي ځواکونو د وژل شویو کورنیو ته د اوه اپارتمانونو کیلیانې ورکړل شوې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس غني د افغان ځواکونو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې، د سرتېرو مېړانه او سرښندنې ستایلي او ټينګار یې کړی چې د وژل شویو امنیتي ځواکونو نومونه دې په زرینو کرښو ولیکل شي.
هغه د شهیدانو کورنیو ته په خطاب کې ویلي، مونږ ستاسو د اولادونو دَین نه شو ادا کولی، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه زما د اولادونو په شان دي او تل زما لارښونه داده چې د شهیدانو کورنیو ته پر وخت رسیدګي وشي او ستونزې یې حل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply