ولسمشر د شانګهای غونډې په څنډه لیدنې کړې

comments 0

42 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني په شانګهای کنفرانس کې د ترهګرۍ خلاف مبارزې باندې خبرې کوي.
د جمهوري ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، ولسمشر به په کنفرانس کې د جرمي اقتصاد، نشه يي توکو پر ضد مبارزې او د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په اړه هم وینا وکړي.
ولسمشر غني د شانګهای کنفرانس په یوې څنډه کې د تاجکستان له ولسمشر سره د ترهګرۍ خلاف مبارزې په اړه هم خبرې کړي دي. تاجکستان ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې همکاري کوي او ترهګري یې د ټولې سیمې لپاره ګواښ یاد کړی.
ولسمشر دغه راز د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړي دي.
د شانګهای غونډې ته تمه شته چې د افغانستان له ثبات، اقتصاد او سوداګرۍ سره به مرسته وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments