ولسمشر: د سولې په تړاو واحد نظر شته

comments 0

هندوکش_کابل: ولسمشر د سولې په تړاو مشورتي غونډه کې وویل،،افغانستان د جرګو او مشورو وطن دی او په مشورو مخته ځو، ترڅو د سولې په اړه ملي مشورتي جرګې ته ورسېږو. هغه زیاته کړه.
ولسمشر ډاډ ښودلی چې د سولې په اړه واحد، واضح او جامع نظر وجود لري.
جمهوررئیس غني د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمدعمر داوودزي ته لارښوونه وکړه، چې د روان کال د کب میاشتې په پای کې دې د هېواد د ټولو اقشارو د استازو په حضور کې ملي مشورتي جرګه جوړه او په هغې کې دې د سولې پر پروسې د نه معاملې وړ پر ارزښتونو او انعطافونو بحث وشي، ترڅو یوې اجماع ته ورسېږو.
جمهوررئیس وویل، د ملي ارزښتونو او لاسته راوړنو حفظول د سولې پروسې په سرخط کې قرار لري او د افغان ښځو د حقونو ساتنه زموږ لپاره ارزښتمنه ده. هغه زیاته کړه موږ د افغان ښځو لپاره د بي بي خدیجې او بي بي عایشې حقوق غواړو، آیا زموږ له دې کار سره مخالفت کوي.
ولسمشر وویل، د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کول د ملت غوښتنه ده او اجماع ایجاد شوې چې د ټاکنو قانون تعدیل او په انتخاباتي کمېسیونونو کې اصلاحات رامنځته شي چې پر بنسټ یې شفافې، ځواب ویونکي او سرتاسري ټاکنې وشي.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ مننه وکړه وې ویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملي روحیه زیاتې سرښندنې او قهرمانۍ ترسره کړي خو اړتیا ده چې د سولې په چوکاټ کې د طالب جنګیالو د راتلونکي په اړه هم بحث وشي، ترڅو په ټولنه کې جذب شي.
عبید رادپور

Comments