ولسمشر د سولې تضمین غواړي

comments 0

هندوکش – کابل: افغان حکومت د سولې په تړاو ضمانت غواړي چې سراسري امنیت به راولي.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که د سولې بهیر په دقت ونه سنجول شي د امنیت پر ځای د لا ناامنۍ سبب کېږي.
اشرف غني وایي، ځکه د سولې لپاره ضمانت غواړي چې د سراسري امنیت لامل شي.
ولسمشر یو ځل بیا ویلي، چې که له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کېږي، نو له پاکستان سره د طالبانو اړیکې دې هم وڅېړل شي.
ولسمشر غني چې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یې خبرې کولې ویلي، د سولې روان بهیر تر دې دمه په دقت او تدبیر سره پر مخ روان دی او په وینا یې د سولې په اړه ملي یووالی او بهرنۍ هڅې د پام وړ دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments