ولسمشر د دشت ارچي له خلکو بښنه وغوښته

comments 0

هندوکش – کابل: حکومت د کندز په د دشت ارچي د هغه برید له امله بښنه وغوښته چې ملکي وګړي پکې وژل شوي و.
ولسمشر غني د دشت ارچي د برید قربانیانو د کورنیو له غړو سره په کتنه کې د دشت ارچي برید تېروتنه بللې او منلې يې ده چې هلته ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
ولسمشر ویلي افغان ځواکونو ته یې امر کړی، چې له دې وروسته د هوايي بریدونو په مهال له پوره دقت کار واخلي او په هغه سیمو له برید کولو ډ‌ډه وکړي، چې ملکي وګړي په کې مېشت وي.
هغه ویلي حکومت او په ځانګړې توګه ملي دفاع وزارت د دشت ارچي برید د قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي.
ولسمشر زیاته کړې، چې د فتنه ګر او قانوني حکومت توپیر دا دی، چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بښنه غواړي.
د دشت ارچي اوسېدونکو له حکومت غوښتي چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments