ولسمشر د ترانسپورټ د خونې جوړیدو ژمنه وکړه

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر غني تېر مازیګر د هېواد له یو شمېر ټرانسپورټي شرکتونو له مشرانو سره ارګ کې لیدلي.
ولسمشر غني ژمنه کړې چې د ټرانسپورټ لپاره به ځانګړې خونه رامنځ ته کړي چې د اقتصاد د عالي شورا غړیتوب به هم ورکړي، خو په دې شرط چې دا مشر انتخابي وي.
ولسمشر له ټرانسپورټي شرکتونو غوښتي چې د ټرانزيټ پرمهال دې وزن ته پام وکړي چې بیا سړکونه خراب نه کړي.
ولسمشر خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې سرغړونې وشي، جدي چلند به له سرغړوونکو سره وشي.
ولسمشر دغه راز ویلي چې د ټرانسپورټي ترمینلونو طرحه چمتو شوې او ژر ده چې عملي شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments