ولسمشر: د اوبو مدیریت کې خنډ نه منو

comments 0

هندوکش – بلخ: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اوبو مدیریت برخه کې هیڅ خنډ راته د منلو نه دی.
ولسمشر چې نن یې بلخ کې د دوه سوه څلویښت کیلو ولټ برښنا سټیشن پرانیسته کوله وویل، هېواد یواځې په بهرنیو مرستو نه شي جوړیدای او ملي سوداګر باید د ا قتصادي پرمختګ لپاره پانګونه وکړي.
ولسمشر د فراه جګړې او ایران انديښنو ته په اشارې وویل چې د افغانستان اوبه به مدیریت کیږي او په دې برخه کې دې هېوادونه بخیلي نه کوي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې افغانیت او اسلامیت هغه دوه کلیمې دي چې د افغانستان وګړي پرې راټولیدای شي.
ښاغلي غني دا هم وویل چې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره شی.
ولسمشر غني دا هم وویل چې حکومت یې اصلاحاتو ته ژمن دی او دا غوښتنه یې وکړه چې ټول باید د اصلاحاتو راوستو حوصله ولرو.
بلخ کې د ۲۴۰ کیلو وولټ برښنا ستیشن په پرانیستو سره ۱۸ زره کورنۍ د برښنا له رڼا څخه برخمنې شوې.
عاطفه مصمم

Comments