ولسمشر د امریکا له مرستیال ولسمشر سره خبرې کړي

comments 0

هندوکش – کابل: تیر ماښام ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس سره ټلیفوني خبرې کړي.
ولسمشر غني پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره یې د سوېلي اسیا لپاره د امریکا په ستراتیژۍ، د سولې بهیر او راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو بحث کړی.
ولسمشر غني زیاته کړې، چې په دغه خبرو کې پینس یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.
افغان ولسمشر کار کوي چې د افغان سولې په تړاو نړیواله اجماع رامنځ ته کړي او د جګړې د بس لپاره بین الافغاني خبرو ملاتړي پيدا کړي.
په دې تړاو د ولسمشر هڅې په کور دننه او سیمه کې ستایل شوې او زیاتو هېوادونو د مرستو او همکاریو ژمنه کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments