ولسمشر د امریکا غوښتنه رد کړه او د پنجشنبې په ورځ د لوړې مراسم نیول کېږي

comments 0

رویټرز خبري آژانس د امریکايي سرچینو له قوله لیکلي، واشنګټن له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي، چې خپل د لوړې مراسم وځنډوي؛ خو باوري سرچینو سیحون ته وویل چې غني د امریکا غوښتنه رد او ټینګار يې کړی چې مراسم به پر خپل ټاکلي وخت چې د ۵ شنبې ورځ ده، ترسره کوي.
د سرچینې په وینا، ولسمشر غني په تونده امریکا ته ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو د پرمخ وړو لپاره یو واحد جهت او قوي حکومت ته اړتیا ده او امریکا دې دې معقولیت ته غاړه کېږدي چې د خلکو په رایو رامنځته شوی حکومت په تدبیر او واحد دریځ د سولې مذاکرات پرمخ وړلی شي.
سرچینه زیاتوي، له لومړي سره د امریکا فشار د همدې لپاره و چې یو مصلحتي حکومت رامنځته شي، خو د ولسمشر غني ټینګار پر ټاکنو ځکه و، چې د سولې د مذاکراتو د بریالي کولو او په نظام کې د طالبانو د راګډولو لپاره یو واحد او غښتلي حکومت ته اړتیا ده او د پخوانیو تجربو پر اساس څو جهتي حکومت حد اقل یو واحد مذاکراتي پلاوی هم نشي رامنځته کولی.
یوې بلې سرچینې سیحون ته څرګنده کړه، چې امریکا د ټاکنو لانجو برخه کې د اشرف غني د مخالفو سیاسي جهتونو غوښتنو ته غاړه ایښې ده، ځکه خو د لوړې مراسمو ځنډولو خبره کوي.

پر دې سربېره، کرزي او یو شمېر نورو سیاسي جهتونه چې ښاغلي غني سره وران دي او ټاکنو کې د هغه ناکامي غواړي، له امریکا يې غوښتي وو، چې د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي.
بلخوا، د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي او ګڼ شمېر خلکو ته بلنه هم ورکړل شوې.
سرچینه : سیحون

Comments