ولسمشر: د ارګ پالیسي احساسات نه دي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ارګ پالیسي جوړونه د احساساتو نه، بلکې د افغانستان د ملي ګټو پر اساس ده.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د غزني د امنیت د ټینګښت په برخه کې پراخ امنیتي پلان ترتیبېږي او په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپمول شي.
ولسمشر غني د قانون د حاکمیت په برخه کې پر قاطعیت د ټینګار ترڅنګ ویلي، غیرمسوول وسله ‎وال باید مسوول شي او یا یې دی خپله مسوول کوي.
د غني په خبره، د نظام مشروعیت د ځواک په مشروع انحصار کې دی او د ځواک مشروع انحصار یواځې د افغانستان حکومت پورې اړه لري.
اشرف غني د ټاکنو برخه کې ویلي، د اساسي قانون له مخې به عمل کېږي، ټاکنې د ملت حق دی او باید په دې بهیر کې د عادلانه حضور په خاطر لازم شرایط برابر شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments