ولسمشر د اترا ادارې په اړه مالومات غواړي

comments 0

هندوکش – کابل : ولسمشر محمد اشرف غني لارښوونه کړې چې د اترا ادارې کمزورۍ او محدودیتونه باید تشخیص شي.
تیره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د د مخابراتي خداماتو د تنظیم ادارې یا اترا پر پنځه کلن پلان د بحث په غونډه کې ویلي، مخابراتي سکتور کې باید طرحې د معاصرې ټکنالوجۍ د د پرمختګ د شرایطو مطابق جوړې شي.
اشرف غني ویلي، سیستمونه باید له تخنیکي اړخه نوي شي او د اترا اداره دې د ټکنالوجۍ په برخه کې بنیادي کار وکړي.
غني لارښوونه کړې چې د لارې د نقشې د عملي کولو په برخه کې دې د مالیې او مخابراتو وزارتونه او دغه راز د مرکزي احصایې او اترا ادارې دې په ګډه کار وکړي.
سپوژمی پوپلزی

Comments