ولسمشر: دفاع وزارت کې ظرفيتونه ښه شوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني پرون له امريکايي سناتورانو سره په لیدنه کې ويلي دي چې د دفاع وزارت وړتيا ډیره ښه شوې.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې ولسمشر له سناتورانو سره په خبرو کې ويلي دي:« په دفاع وزارت کې  په رهبري کې سمون راغلی، نوی وزیر معرفي شوی، ۱۵۰ د ډير عمر لرونکي جنرال تقاعد ته سوق شوي او سمون چار په ډيرې چټکۍ سره پر مخ روان دی.»

نوموړي ډاډ ورکړی دی چې دا سمون چار به همداسې دوام وکړي.

بلخوا ولسمشر په خپلو خبروکې ډاډ ورکړی دی چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به هم په خپل وخت ترسره شي.

ياده دې وي چې د جان مکين په مشرۍ د امریکايي سناتورانو نهه کسیزه ډله پرون کابل ته راغلې وه چې له ولسمشر او اجرائيه رئيس سره يي پر ګڼو موضوعاتو خبرې وکړي.

د پلاوي مشر جان مکين وویل چې دوی به نور په پاکستان کې د ترهګرو ډلو شتون ونه مني.

 

Comments

Leave a Reply