ولسمشر خوست ته په خپل سفر کې ځينې مهمې پروژې پرانيستې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ خوست: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته په خپل سفر کې ددې ولايت د هوايي ډګر د رن وې يا الوتکو د ځغاستې د ليکې پرانيستې وکړه.

ولسمشر دې ولايت ته په خپل سفر کې په هوايي ډګر کې د رادار سیستم او اور  وژنې ادارې د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کيښودله.

له ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ:«د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د کابینې د غړو، د خوست ولايتي مسوولينو او قومي مشرانو په حضور کې د خوست ولايت د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبره کېښوده.»

د خبرپاڼې له مخې:«دغه پروژه چې د ۱۲٬۷ ميليونه ډالرو په ارزښت به د دوه کلونو په موده کې بشپړه شي، ۱۳ زره کورنۍ ترې برخمنې کېږي.»

ولسمشر په دې ناسته کې د خوست له ځايي مسولینو سره هم ولیدل:«جمهوررئيس غني د خوست ولايت له امنيتي مسوولينو سره په غونډه کې ددغه ولايت د امنيې پلان د ارزونې ترڅنګ دوی ته د ټاکنو پروسې د امنيت او په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د هر ډول لاسوهنې څخه د مخنيوي لپاره لارښوونې وکړې.»

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني د خوست هوايي ډګر د رنوې له پرانستې وروسته د رادار سيستم او د اطفايې ودانيو او د هوايي ډګر د داخلي سړک د ودانولو د بنسټ ډبره کېښوده.

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ:«جمهوررئيس به په دغه سفر کې د خوست له علماو، مشرانو او قومي متنفذينو، د ولايتي شورا غړو، ولسوالانو، ښوونکو او استادانو، مېرمنو، سوداګرو او صنعتکارانو، د مدني ټولنې غړو, ځوانانو او ولسوالانو سره ځانګړې ناستې ولري.»

ياده دې وي چې خوست يوازنی ولایت دی چې د ولس سياسي شعور يي په ټول هیواد کې بې ساری، له هیواد سره ولسي مينه بې حده او امنيت هم پکې تر ډيره ټينګ دی.

د خوست ولسونه چې په هر حالت کې د نظام ملاتړکونکي پاتې شوي دي تل يي د هیواد د برخليک ټاکنې په خاطر شعوري سياست کړی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ خوست

Share this page to Telegram

Comments