ولسمشر: ترهګر به هیڅ غار کې خوندي نه وي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غنی چې د سولې شورا په یوه جوړه شوې ناسته کې یې وینا کوله، خبرداری ورکړی چې ترهګر که هر غار ته ننوځي، همغلته به وځپل شي.
ولسمشر یو ځل بیا پر هغو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي، کوم چې د جګړې مخالف دي.
جمهور رییس غني وویل، چې د وروستیو خونړیو بریدونو عاملینو خپله لار روښانه کړه او هغوی نور د افغاني ټولنې غړي نه دي.
ولسمشر وویل چې طالبانو د جګړې سره کرښه ماته کړې او افغان ولس اوس له حکومت عملي کار غواړي چې طالبان دې یا ووژل شي او یا دې سوله وکړي.
ولسمشر غني ډاډ څرګند کړی چې پر طالبان بریدونه زیات شوي او د هېواد په زیاتو سیمې کې افغان ځواکونو سخت ګوزارونه ورکړي.
ولسمشر دغه راز وویل چې د سولې غږ په دې مانا نه دی چې افغان حکومت به د خپلو افغانانو غچ نه اخلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply