ولسمشر: بحرانونو ته د پای ټکی ږدو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، زموږ نیت، اراده او حوصله په دې متمرکزه ده چې بحرانونو ته د پای ټکی کېږدو او دا کار به په ګډه کوو.
ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې د ملي شورا د شپاړسمې تقنیني دورې په کلنیو مراسمو کې خبرې کولې وویل، د هېواد په ساتنه کې کوچنی غفلت هم د زغم وړ نه دی.
ولسمشر وویل، سوله زموږ له ارزوګانو ده خو له بده مرغه دمګړۍ له یو تحمیلي جګړې سره مخ یو.
د و لسمشر د خبرو نور مهم ټکي په معارف، سیمه ییزې همکارۍ، امنیتي پلان او په اقتصادي ډګر کې پر ځان بساینې ور ټولې وې.
د ملي شورا غړو ته د ولسمشر یادونه بیا داوه چې د خپل کار په پاتې موده کې به نور نوي قوانین تصویب کړي
سپوږمې پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply