ولسمشر بادغیس ته تللی

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني د دولتي پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته تللی دی.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني به بادغیس کې له سیمه ییزو امنیتي او دفاعي چارواکو سربیره قومي مشرانو او عامو خلکو سره د لیدنې تر څنګ، د قلعه ی نو برېښنا سب سټېښن پرانېسته وکړه.
ددغه برښنا کوټ په پرانیستو به اوه زره کورنۍ د برښنا له اسانتیاوو برخمنې شي.
د ولسمشر د سفر بله موخه د بادغیس امنیتي وضعیت ارزول ښودل شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments