ولسمشر: افغانستان د امنیت د بیمې لوړۍ کرښه ده

comments 0

هندوکش _ کابل: افغانستان د ټولې نړۍ د امنيت د بیمې لپاره لومړۍ کرښه ده او له نړۍ سره یې تلپاتې اړیکې د همدې قربانۍ لاسته راوړنه ده.
تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په میدان وردګو ولایت کې د شوي برید له امله د ملي امنیت ټپي شویو منسوبینو پوښتنې ته ورغلی و.
اشرف غني د ملي امنیت مسؤلینو ته ویلي، باید تحرک او دایمي پرمختګ ولري، ځکه په وینا یې له متحرک او فعال ملي امنیت پرته د خلکو هيلې نشي ترلاسه کېدای.
دغه راز ولسمشر غني ویلي، پر ملي امنیت شوې هر اړخیزه پانګونه به دوام ومومي.
ولسمشر ډاډ ښودلی چې افغان ځواکونه د ترهګرو د له منځه وړلو قوي هوډ لري او په دې برخه کې زیاتې لاس ته راوړنې لري.
عبید رادپور

Comments