ولسمشر اشرف غني نن د ځینو ستونزو اوریدو په موخه پکتیا ته ځي

comments 0

هندوکش – کابل:ولسمشرۍ مانې نه سرچینې راپور ورکوي چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن د پکتیا خلکو ستونزو اوریدو په موخه هغه ولایت ته سفر وکړي.
ویل کیږي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفر موخه هغه ولایت له چارواکو او سمې خلکو سره لیدنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایت اوسیدونکي د زورواکو له‎خوا د ځمکو د غصب په اړه شکایت لري او حکومت تورنوي چې په دې برخه کې یې له خلکو سره همکاري نه‎ده کړې.
یاده دې وي چې تردې وړاندې زورواکانو لخوا ځمکو غصب په اړه خلکو شکایتونه پورته کړې وو چې حکومت تر اوسه پر وړاندې پاتې راغلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply