ولسمشر اسلام اباد ته د سفر چمتووالی نیسي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په بلنه پاکستان ته سفر کوي او ځینې راپورونه وایي چې د روانې میلادي میاشت په وروستیو کې به دې هېواد ته سفر وکړي.
ولسمشر غني په همدې تړاو اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل خپل حضور ته غوښتی و او په دې تړاو یې ترې جزیات غوښتي دي.
له دې سره یو ځای د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پاکستان له سفیر سره لیدلي او په دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې ورسره کړي.
له تېرو څلور کلونو راهیسې د کابل او اسلام اباد اړیکې د بې باورۍ له امله کړکیچنې وې او دا بې باوري هغه مهال رامنځ ته شوه چې پاکستان په ژمنو عمل و نه کړ.
اوس ټاکل شوې چې ولسمشر غني له پاکستاني چارواکو سره لیدنه کې د سولې د خبرو تر څنګ سیمه‌ییز اتصال باندې خبرې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments