ولسمشر: ازاده سیالي مساوات منځ ته راوړي

comments 0

هندوکش_کابل: ولسمشر محمد اشرف غني چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په یوې غونډې کې یې خبرې کولې، ډاډ وښود چې ازاده سیالي کولای شي مساوات منځ ته راوړي او حق حقدار ته وسپارل شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د کابل د ښوونځیو لپاره له یو نیم سل زرو زیاتو کسانو څخه ازموینه اخلي چې نږدې نیمايي يې ښځې دي.
ولسمشر غني چې د دې غونډې ویناوال و، په ډاډ سره وویل چې ازاده سیالي او واسطه بازي سره فرق لري (( واسطه له یوه افغان سره د بل افغان د مساوات فرق له منځه وړي، ازاده سیالي کې د ټولو نجونو او هلکانو ترمنځ مساوات وي چې حق حقدار ته وسپاري.))
ولسمشر غني باور ژمنه وښوده چې د افغانستان په ټولو اداروکې به د ګومارنې شفافیت رامنځ ته کوي او د وړتیا په اساس به خلک نیسي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس احمد نادر نادري وویل(( لومړی ځل دی چې دومره بستونه په ډله ییز اویوځلي ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي. چې دا دعامه خدمتونو په تاریخ کې نه وه تکرارشوې اود لومړي ځل لپاره رامنځ ته کېږي.))
نادري وویل، اتیازره ښځوپه ازموینه کې ګډون کړی اونیمايي ښوونکي به ښځې وي.
نادري وویل چې دا پروسه به د ښځو پراخ ګډون هغه بحث چې وايي ښځې له نارینه ووسره د سیالۍ کولو ظرفیت نه لري، غلط ثابتوي.
سپوږمي پوپلزۍ

Comments