ولسمشرې ماڼۍ: د اجرائیه ریاست صادر شوي اسناد غیر قانوني دي

comments 0

هندوکش – کابل: حکومت اجرائیه ریاست له هغه وروسته لغوه اعلان کړ چې، د ټاکنو ناکام نوماند اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه حکم له مخې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشران او غړي ممنوع الخرج اعلان کړل،
ارګ وایي، له دې وروسته دوی د اجرائیه ریاست په نوم هیڅ کوم جوړښت نه لري او هر حکم، فرمان او مکتوب چې ترې صادیریږي غیر قانوني دی.
داخبر تېره شپه د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ورکړ هغه عبدالله عبدالله ته په غبرګون کې وویل، چې د ممنوع الخروجۍ صلاحیت د افغانستان د قانون له مخې یوازې لویه څارنوالي او ستره محکمه لري، اجرائیه ریاست په دې کې کوم اقدام نه شي کولی.
صدیقي زیاتوي، د ولسمشر غني د ټاکنو تګلاره همدا وه؛ ې د ملي یو والي حکومت جوړښت به دوام نه کوي،خلکو هم په همدې هدف ولسمشر غني ته رایه ورکړه او د بریاو تر پوړوی یې ورسوه.
اجرائیه ریاست د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته هم یو مکتوب استولی و چې ګواکې د ټاکنو کمیسیونونو ټول مشران او غړي ممنوع الخروج دي، خو کورنیو چارو وزارت یې غوښتنه ور رد کړه.
یاد وزارت د عبدالله عبدالله حکم رد کړ او زیاته یې کړه چې داتباعو د ممنوع الخروج حق یوازې لویه څارنوالي او ستره محکمه لري
عبدالله عبدالله وروسته له هغې د افغانستان د ټاکنو کمیسیونونو مشران او غړي ممنوع الخروج اعلان کړل چې په ټاکنو کې ولسمشر غني بریا خپله کړه.
عبدالله عبدالله تور پورې کړ چې ګواکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پراخه درغلي کړې او د درغلیو پر مټ یې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې اعلان کړې.
عبدالله عبدالله ګواښ وکړ چې دوی به ډیر ژر خپل نوی حکومت چې ټول شموله دی اعلان کړي.

په تېرو ټاکنو کې ولسمشر غني ۵۰ اشاریه ۶۴ سلنه رایې اخیستې دي او سیال یې عبدالله عبدالله بیا ۳۹ اشاریه ۵۹ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
خو عبدالله عبدالله د خپل ټیم او پلویانو سره په ګډه د ولسمشر غني بریا نه مني او وایي، چې د ټاکنو کمیسیون فساد کړی دی چې غني یې بریالی اعلان کړ.
بلخوا ولسمشر غني هم د بریا د ترلاسه کولو سره سم، په ارګ کې د خپل ټیم او پلویانو سره یوځای جشن ونمانځه او عبدالله عبدالله ته یې په اشارې سره وویل چې ټول سیالان یې مات کړ نوره کیسه ورختمه شوه.
ولسمشر غني تېر ماښام د انتخاباتو کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ باور لیک یا وثیقه هم ترلاسه کړه.
د یادولو ده چې ولسمشر غني ته د اروپايي ټولنې له لوري هم په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړل شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments