ولسمشرې ماڼۍ: حکومت ته دښمن هر هغه څوګ دې چې خلک وژني

comments 0

هندوکش – کابل: حکومت نه له داعشه استفاده کوي نه هم له طالبانو ملاتړ کوي حکومت اصلاحاتو ته ژمن دې.
هغه ویدیويي کلیب کې چې د ولسمشر ویاند مرستیال رسنیو ته استول ویلي دي: کوم تورونه چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوماند وزيرانو پر سر نه سره جوړېږي، ناسم دي. د نوموړي په وینا حکومت اصلاحاتو ته ژمن دى، نه له داعش څخه استفاده کوي، نه يې د طالبانو ملاتړ کړى او نه هم د حکومت مشران د نوماند وزيرانو په اړه اختلاف لري.
د نوموړي په وينا، دا چې ولسي جرګې ته د نوماند وزيرانو ورپېژندلو ډېر وخت ونيو، علت يې دا دى چې غوره کسان د نوماند وزيرانو په توګه معرفي شي.
نوموړې حکومت کې شته ستونزې مني چې ولسمشر هم په وار، وار يادې کړي دي. خو په دې معنې نه ده چې حکومت اصلاحات نه دي راوستي او يا نه غواړي چې اصلاحات راشي.
دده په وینا ځينې خلک شایعات خپروي او افغان حکومت دداعش ملاتړی بولي، چې موږ دا خبرې ردوو. هغه پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره دې فرصت له لاسه نه ورکوي. دده په خبره د افغان حکومت او خلکو لپاره هر هغه څوک دښمن دى چي خلک وژني او افغان حکومت ړنګوي.
دا په داسې حال کې ده چې ځينې افغان وګړي افغان ولسمشر په دې تورنوي چې ګواګې افغان خلکو لپاره سمه تګلاړه نلري او په تیرو دریو کلونو کې اساسي برنامې نه دې پلي کړي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply