ولسمشرې مانۍ:د جنرال دوستم اوایشجي قضیه لوی څارنوالۍ لخوا په رسمي ډول وڅیرل شي

comments 0

هندوکش – کابل: ارګ نه په یوې خپور شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ویل شوي، داچې د ولسمشر لومړي مرستیال بی ګناه ده او که ګناه کې ښکیل باید څارنوالې لخوا دوسیه یې ژړ وڅیرل شي.
نجیب الله آزاد په دې اړه د ولسمشر له قوله وایي که چیرې په دغو څیړنو کې دوستم بې ګناه ثابت شي نو کولای شي خپلې ډنده ته دوام ورکړي.
تیر کال د جنسي ځورونې په تور د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم جوزجان کې تورن شوې وه چې نوموړي د جوزجان والي احمد ایشچې سره جنسي ځورونه کړي چې پراخ غبرګونونه یې هم درلودل.
بیشر احمد تینج د جنبش ملي ګوند ویاند بیا وایي چې د ایشچي مسئله بې ځایه او بی بنسټه ده او له عدلي قضایې چارواکو یې غوښتنه کړې چې دغې مسئلې سره سیاسي نه بلکې حقوقي چلند وشي.
نوموړې په یوې خپره شوې اعلامیې کې ویلي چې دوستم دایشجې دتور له امله نه بلکي هغه دخپلو ورکړل شوي واک دنه سپارل کیدو له کبله دنده اودفترپرېیښی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې څو ورځې مخکې د جمعیت، جنبش او وحدت ګوند مشرانو په یوه ائتلاف کې ویلي ول چې حکومت بی کفایته ده او باید مهم تغیرات پکې راوړل شي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply