ولسمشرۍ ماڼۍ: پاکستان دې باید خپله خاوره کې تروریزم ضد جګړه جدي کړي

comments 0

هندوکش – کابل: له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، پاکستان باید د بې بنسټه څرګندونو پر ځای په خپله خاوره کې د تروریزم پر ضد جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې تیره ورځ د پاکستان سفیر ویلي یې وو، د هند او پاکستان کړکېچ به افغان سوله هم اغېزمنه کړي.
د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوري هم ویلي چې د افغان سولې په وړاندې لوی ګواښ په سیمه کې د تروریستي ډلو مرکزونه او ځالې دي.
چخانسوري ویلي چې په سیمه کې د تروریزم له ځالو او مرکزونو څخه نور باید د وسیلې په توګه استفاده ونشي او په ځانګړي‌ توګه پاکستان باید له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان د سفیر څرګندونې غیرمنطقي بللې او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان او هند اړیکې د افغان سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه ‌لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments