ولسمشرۍ ماڼۍ ننګرهار کې وروستې ترهګریز برید وغنده

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان دښمنانو نن له غرمې مخکې د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر محمد اشرف غني چې اوسمهال د ناټو غړو هیوادونو په کنفرانس کې ګدون په موخه بروکسل ته تللې وویل، د افغانستان دښمنان د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره د سولې او ثبات په اړه زموږ د هېوادوالو د هیلو او اجماع د کمرنګه کولو په هڅه کې دي، مګر دوی به هیڅ وخت زموږ خلک او حکومت د سولې له اساسي لومړیتوب څخه شاته نه کړي.
په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په خاطر په ملي، سیمه‎ییزه او بین المللي کچه اجماع رامنځته شوې او د سعودي عربستان په جده کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي هېوادونو د دیني علماو کنفرانس چې همدا اوس هم جریان لري د دې اجماع ښکارندوی دی او د افغانستان حکومت د همدې اجماع پر بنسټ په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې او ثبات تامین ته ژمن دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د ټپیانو د ښې درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په خاطر لازمې لارښوونې کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments