ولسمشرۍ ماڼۍ: د ډیورنډ هغه غاړه ولس په ځورېدلو او د مشرانو په وژل کېدو خواشیني شوي يو

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه په ارګ کې یوه مېلمستیا کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له هغو سیاست والو او فعالانو سره وکتل چې کابل ته د ده د لوړې مراسمو ته ورغلي وو.
د ارګ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان ولسمشر ورغلیو مېلمنو ته خپلو خبرو کې وویل:
“موږ باید په ګډه د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره هلې ځلې وکړو. باثباته او په پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی. هغه زیاته کړه، پاکستان دې افغانستان ته د سیال په سترګه وګوري. د افغانستان د ولس اراده دې ومنل شي او مشرتابه ته دې د دوستۍ، امن او ترقۍ لاس ورکړي “.
په دې پلاوي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزیر او محسن دوړ ترڅنګ محمود خان اڅکزي، افتاب احمد خان شېرپاو، بشیر بلور، بشران ګوهر او یو شمېر نورو سیاست والو شامل وو.
د مېلمستیا په هغو انځورونو کې چې د ارګ له اعلامیې سره خپاره شوي، ښکاري چې د ولسمشر غني دواړه مرستیالان او ګڼ شمېر نور جګپوړي افغان چارواکي او سیاست وال هم په دې مېلمستیا کې موجود وو.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، ولسمشر غني ورغلیو مېلمنو ته وویل چې “زموږ او ستاسې برخلیک یو دی”.
اعلامیه کې همدا راز د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د خبرو یوه برخه هم راخیستل شوې. ښاغلي صالح ویلي:
“د افغانانو یووالی، کلتور، فرهنګ او اړیکې به وساتل شي او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړو چې په یو او بل نوم زموږ ترمنځ اختلافات رامنځته کړي. د جنګ او تروریزم له امله د ډيورنډ هغه غاړه د ولس په ځورېدلو او د مشرانو په وژل کېدو خواشیني شوي يو”.
افغانستان ته د دې پلاوي د دوو غړیو، محسن دوړ او علي وزیر پر سفر په پاکستان کې سختې نیوکې شوې دي.
ګڼو پاکستانیو ورځپاڼو او تلویزیوني شبکو تور لګولی چې دا دواړه کسان په افغانستان کې د پاکستان ضد ویناوې کوي او هند اجنډا پر مخ وړي.
خو علي وزیر او محسن دوړ د دې نیوکو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان یې د پلار نیکه کور دی او د دوی پر سفر باید هېڅوک خپه نشي.
یاده دې وي چې پاکستاني چارواکو په لومړي سر کې علي وزیر او محسن دوړ کابل ته له سفر را ګرځولي وو، ځکه دوی دواړه ممنوع الخروج وو.
خو وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دې دواړو کسانو ته ځانګړې اجازه ورکړې وه چې کابل ته لاړ شي او د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments