ولسمشرۍ ماڼۍ: د طالب بندیانو د ازادیدو، په اړه د ولسمشر فرمان د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي په کمولو پورې مشروط دی

comments 0

هندوکش ـــ کابل: د افغان ولمسشر محمد اشرف غني مشاور فضل فضلي وایې چې د طالب بندنیانو د خوشي کیدو په اړه د ولسمشر صادر شوی فرمان مشروط دی، چې د شرایطو پوره کول به یې افغان ولس ته د تاوتریخوالي د کموالي ډالی ورکړي.
ښاغلی فضلي زیاتوي د طالبانو له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی د افغان حکومت له لوري د تاوتریخوالي کمولو شرط ته تیار ندي: (طالبانو زموږ د دغسې حسن نیت په ضد اعلامیه ورکړې ده، داسې ښکاري چې دوی دغو شرایطو ته اماده ندي، جمهوررئیس په دې ټینګار کړی دی چې موږ د طالب زندانیانو د خوشې کولو په بدل کې باید ولس ته یوه ډالۍ ولرو او هغه د تاوتریخوالی کموالی دی، که دغه شرایط ونه منل شي زندانیان نه خوشې کېږي.)
نوموړي ویلي د دغه فرمان د عملي کولو او طالب بندیانو د خوشي کولو د لړۍ د پیل لپاره تر ټولو عمده شرط دا دی چې طالبان به په په ټول افغانستان کې د ملاحضې وړ تاوتریخوالی کموي.
دی زیاتوي. (اول شرط یې دا دی چې دا هر څه به د یو زماني جدول په اساس کېږي چې هغه څلور پنځه میاشتې وخت نیسي، طالبان به په سرتاسر افغانستان کې د ملاحظې وړ تاوتریخوالی کم شوی وي. هغسې لکه موږ چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اونۍ کې تجربه کړل.)
ښاغلی فضلي وایې تر اوسه هېڅ طالب بندي د افغان حکومت له زندانه څخه ندی ازاد شوی، نوموړي ویلي چې پاتې ۳۵۰۰ طالب بندیان به له طالبانو سره د مخامخ مذکراتو د دوام په لړ کې خوشي کیږي. ( بل شرط دا دی چې د طالبانو همدغه عمده برخه یعنې درې نیم زره زندانیان به له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د دوام په لړ کې خوشې کېږي، چې تر اوسه دغه مذاکرات پيل شوي ندي.)
نوموړی ټینګار کوي چې د فرمان شرایط باید طالبان ومني تر څو د زرګونو افغانانو د وینو د تویدو مخه ونیول شي. (دغو شرایطو ته په کتو سره که چېرې د فرمان شرایط ومنل شي نو په راتلونکو څو میاشتو کې به د زرهاوو افغانانو د وژلو او وینې تویدو مخنیوی وشي.)
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د فرمان لمخې به هغه طالب بندیان خوشي کیږي، چې عمرونه یې ډېر، د بند موده یې کمه پاتې وي او یا په نه جوړیدونکي ناروغۍ اخته وي، دغه فرمان کې دا هم ویل شوي، چې د هر طالب بندي څخه د خلاصون په وخت کې به لیکلی ضمانت اخیستل کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments