ولسمشرۍ ماڼۍ: د سولې په روانو مذکراتو کې به د وګړو په حقونو معامله ونه شي

comments 0

 هندوکش ـــ کابل: ولسمشرۍ ماڼئ وايي، د جمهوريت تر چتر لاندې له تېرو دوو لسيزو را په دېخوا په افغانستان کې ډيموکراسي د پياوړتيا پړاو ته رسېدلې او ټينګار کوي چې د سولې په روانو مذاکراتو کې اجازه نه ورکوي، چې پر دغه ارزښت معاملې وشي.

پرون سه شنبه د سيپټمبر ۱۵مه نېټه د ډيموکراسۍ له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ولسمشر د وياند مرستياله درانۍ جاوېد وزيري په همدې اړه هندوکش ته وويل، چې افغان حکومت له وسله ‌والو طالبانو سره سولې ته د رسېدو په هدف بشپړ چمتووالی لري خو په خبره يې پرهغو مواردو بحث ته حاضر نه دي چې پايله يې د ډيموکراټيکو ارزښتونو قرباني کېدل وي.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې، فرانسې او ګڼو نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ډيموکراسۍ پر تحقق ټينګار کړی او تر سولې وروسته يې له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام د ډيموکراسۍ پر موجوديت او پياوړتيا پورې تړلي دي. د ډيموکراسۍ او جمهوري نظام د حفظ په تړاو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې دامهال د افغان حکومت او طالبانو پلاوي سولې ته د رسېدو په هدف پر مذاکراتو بوخت دي. خو يو شمېر فعالانو داسې انديښنې مطرح کړي چې ګواکې په يادو مذاکراتو کې يو ځيني ډيموکراټيک ارزښتونه زيانمن شي.

ولسمشرۍ مانۍ د ډيموکراسۍ نړيوالې ورځې په مناسبت وايي چې افغان حکومت په يادو مذاکراتو کې په هېڅ وجه له ډيموکراټيکو ارزښتونو چې د جمهوري نظام يې عمده برخه ده، تېرېدونکی نه دی.

د ولسمشر د وياند مرستيالې دورانۍ جاوېد وزيري له هندوکش سره په خبرو کې زياته کړه، له تېرو دوو لسيزو را په دېخوا ډيموکراسي په افغانستان کې د پام وړ پياوړې شوې او زياتوي چې دامهال حکومت د ديموکراسۍ دغه پياوړتيا د سولې په مذاکراتو کې نه شي قرباني کولی.

نوموړې په دې اړه وايي: «د افغانستان اسلامي جمهوريت په دغه تېرو دوو لسيزو کې تل دا هڅه کړې چې د افغانستان ټول وګړي ټول خپل اساسي حقونو ته لاسی ولري او ترې ګټه پورته کړي. له نېکه‌مرغه مونږ په دغه برخه کې ډېر ښې لاسته راوړنې هم لرو. د افغانستان حکومت د دغه لاسته راوړنو ساتلو ته ژمن دی. د سولې خبرو اترو کې به هم د ډيموکراسۍ ارزښتونه، د وګړو اساسي حقونه ساتل کېږي او په دې مورد به هېڅ بحث هم نه کېږي.»

په همدې حال کې اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د ډيموکراسۍ او جمهوري نظام ارزښتونو پر خونديتوب ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې له وسله‌والو طالبانو سره په خبرو کې يې دې ډلې ته واضېح کړې چې تر سولې وروسته به يې له افغانستان سره مرستې د جمهوريت او ډيموکراسۍ په موجوديت پورې مشروطې وي. ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزپ بوریل له ولسمشر غني سره په ټليفوني خبرو کې کړي دي. خپرپاڼې بوريل په حواله زياته کړې چې اروپايي ټولنې ته په افغانستان کې له جمهوري نظام سره پیوستون مهم دی. د ارګ په خبرپاڼه کې د بوريل له قوله ويل شوي:

« د جمهوریت د ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا او مطلوب هدف لپاره به چې خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی، د اروپایي ټولنې دوامداره ملاتړ دوام لري.» له دې سره يو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې د جمهوريت او ډيموکراسۍ پر موجوديت ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې دا ارزښتونه بايد په صورت قرباني نه شي.

د جمهوريت او ډيمو کراسۍ په تړاو د ملي مجعې په نوم د يوه بنسټ موندنې چې تېره ورځ يې خپرې کړې ښيي، دامهال ۹۰ سنله افغانان په افغانستان کې د جهوري نظام غوښتونکي او پلويان دي. د دغه بنسټ د موندنو له مخې يوازې ۱۰ سلنه افغانان اوسني وضعيت وضعيت کې له ابهام سره مخ دي او د افغانستان راتلونکي ته خوشبين نه دي.

د کابل ښار اوسېدونکی جاوېد نيکمل هم د جمهوري نظام پر خونديتوب ټينګار کوي. نوموړی زياتوي چې افغان ټولنې د جمهوريت تر چتر لاندې ډېر لاسته راوړنې او په خبره يې د يوه فرد په توګه حاضر نه دی چې دغه لاسته راوړنې قرباني شي. نوموړی په دې اړه وايي: «جمهوريت لپاره مونږ دا شل کاله کېږي چې قرباني ورکوو. دا جمهوريت مونږ د خپل تن په وينو ساتل دی. اوس هېڅ مجاز نشته چې معامله دې پرې وشي.»

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments