ولسمشرۍ ماڼۍ د زورواکانو د نیولو پر دوام تاکید کړی

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ مانۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خلکو د شکايتونو په رڼا کې به د زورواکو کسانو د نيولو لړۍ دوام وکړي.
تر دې مخکې په فارياب، فراه او اروزګان ولايتونو کې زورواکي قوماندانان نيول شوي او اوس تر پلټنو لاندې دي، چې وروسته به يې قضيې څارنوالۍ ته ولېږل شي.
په دې اړه چخانسوري ویلي وو،دا کسان د خلکو د غوښتنو او شکايتونو په اساس نيول شوي، دا پروسه به ادامه ولري؛ که چېرې خلک شکايت لري، نو خپل شکايتونه دې د افغانستان حکومت ته وسپاري.
خو چخانسوري دا خبره رد کړه چې ګوندې حکومت په دې اړه کوم لېست جوړ کړى او د هغه له مخې دغه زورواکي نيسي.
د يادونې ده چې حکومت څو اوونۍ مخکې د فارياب د قيصار ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري، د اروزګان پخوانى د امنيت امر رحيم الله خان او د فراه د پرچمن ولسوالۍ پخوانى ولسوال نيولي او اوسمهال تر پلټو لاندې دي.
د قيصاري تر نيول کېدو وروسته د جنبش ګوند پلويانو پراخه لاريونونه پيل کړي، خو له يادو دوو ولايتونو څخه د لاريونونو کوم راپور نه دى ورکړل شوى.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments