ولسمشرۍ ماڼۍ د درې ګونو امنیتي چارواکو استعفاوې رد کړې.

comments 0

هندوکش – کابل: د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خپل ټويټر پاڼه کې لیکلي چې ولسمشر د کورنیو چارو؛ ویس برمک، دفاع وزیر؛ طارق شاه بهرامي، او ملي امنیت مشر؛ معصوم ستانکزي استعفاوې بیرته رد کړي.
د چغانسوري په لیکنه کې راغلي چې ولسمشرۍ ماڼۍ له هغوی یې غوښتي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
چخانسوري ویلي چې ولسمشر د امنیتي وضعیت د بهبود په موخه امنیتي چارواکو ته لازمې لارښوونې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments