ولسمشرۍ ماڼۍ: اوربند د سولې ټینګښت لپاره اساسي شرط دی.

comments 0

هندوکش ــ کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغې دغه غبرګون وښود چې په قطر کې د طالبانو دفتر وايي، له امریکا سره د سولې هوکړې د لاسلیک پر اړوندو مراسمو غږېدلي دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې د طالبانو استازو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي چارواکو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د هوکړې د لاسلیک او د اړوندو مراسمو په اړه خبرې کړې دي.
تر اوسه ددې هوکړې لاسلیک کېدو مشخصه نېټه نه ده په ډاکه شوې او د امریکا چارواکو له لورې هم په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.
خو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دې ټویټ ته، د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې سوله افغان حکومت او متحدینو ته یې لومړيتوب لري او د دې سولې ټینګښت لپاره اوربند یو اساسي شرط دی.
ښاغلي صدیقي ویلي: “هغه طرحه چې اوربند په کې د یو اصل په توګه مطرح شي افغان حکومت ته دمنلو وړ ده.”
په ورته وخت کې د افغانستان سولې عالي شورا وايي چې په قطر کې له اوربند پرته لاسلیک کېدونکې هوکړه معنی نه لري.
د ښاغلي وقاد په خبره، د اوربند په ټينګښت سره به د سولې په روانو خبرو باور نور هم زیات شي.
د طالبانو له منځه باخبره سرچینې وايي، طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته د موقت اوربند طرح سپارلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments