ولسمشرې ماڼۍ: سیاسي او جهادي مشرانو ته د پاکستان لوې درسټیز راټک په اړه معلومات ورکړل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ وایې چې تیره ورځ اړګ کې یوې غونډې پر مهال سیاسي مشرانو ته د پاکستاني پلاوي راتګ په اړه معلومات ورکړل شو.
خبر پاڼه زیاوي،ولسمشر اشرف غني کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د سفر په اړه، د افغانستان له جهادي او سیاسي مشرانو سره د مشورتي غونډو لړۍ پیل کړه.
خبر پاڼه کې د اشرف غني له خولې ویل شوي چې د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي د سولې لپاره ګټوره ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دې غونډه کې راټولو شویو افغان سیاسي او جهادي مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو پیل مهم بللې او د مذاکراتو د دوام ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې په دې اړه ملي او نړیواله اجماع باید نوره هم پیاوړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل افغانستان پر وړاندې دوه اړخیز سیاست کارولې او هڅه یې کړې چې افغانستان کې شته وضعیت ته په بیلا بیلو لارو لمن ووهي.
که څه هم افغانستان پاکستان ته خپل رښتینۍ ثابت کړې او هڅه یې کړې چې سیمه ییز اجماع رامنځته کړي خو سیمې کې شته ځینو هیوادونو تل کوښښ کړې له افغانستانه سیاسي ګته پورته کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply