ولسمشریزه نوماندان ټول نوملړ کې شامل دي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو نوملړ وروستی کړ او هیڅ نوماند له نوملړ نه دی پاتې شوی.

شکایتونو کمېسیون ځکه کوم نوماند له نوملړ نه دی غورځولی چې هیڅ نوماند باندې شکایت نه و شوی او ځینو مواردو کې ادارو ورسره د نوماند په تړاو مالومات نه دي شریک کړي.

تمه وه چې اتلس کسیز نوملړ کې به کموالی راشي او هغه کسان چې بهرنی تابعیت لري له نوملړ به وویستل شي، خو کمېسیون سره همکاري نه ده شوې.

له دې سره ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته هیچا د هیڅ نوماند په اړه شکایت نه دی کړی چې په جرم مرتکب او یا فساد باندې ککړ وي او یا یې نورې سرغړونې کړي وي.

له دې سره ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل د رایو تفتیش پيل کړی او نه شي کولای چې روانه اوونۍ پایلې اعلان کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments