ولسمشري ماڼې: ولسمشر په روانه اوونۍ کې له مدني ټولنو سره د امنیت په تړاو سلا مشوري کوي

comments 0

هندوکش – کابل : له ارګ څخه د خپرې شوېخبرپاڼې پر بنسټ ولسمشر محمد اشرف غنې غواړي کابل ښار لپاره امنیتي پلان جوړ کړي.
له ارګ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایتي شورا له غړو سره په کتنه کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې پلازمینه کې د امنیت د ټینګښت په موخه په روانه اوونۍ کې د ولس او مدني ټولنو له استازو سره سلا مشورې یوه ناسته جوړه کړي.
نوموړي وویل چې کابل کې د امنیت تینګښت په اړه روانه اوونۍ د سلا مشورې اوونۍ ده او له دغې ناستې وروسته د یوې اجماع په رڼا کې د کابل ښار امنیتي پلان جوړوي.
د جمهوري ریاست ویب پاڼې په خبر کې ویل شوي چې د کابل ولایتي شورا ریس له ولسمشره غوښتي دي ترڅو له خپلسرو وسله والو ډلو کابل کې مخنیوې وشي.
دا په داسې حال کې دې چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار امنیت په تړاو د لوې څارنوالې وروستې پریکړه چې له مخه یې د ګارنیزیون قوماندان او د کابل امنیه قوماندان وظیفه وځندول شوې ستاینه وکړه.
سپوژمې پوپل زې

Comments

Leave a Reply