ولسمشري ماڼې: د جمعیت ګوند سرپرست غوښتنه رد کړه

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرې ماڼي د جمعیت ګوند سرپرست صلاح الدین رباني هغه وړاندیز رد کړ چې ویلي ول د امنیت شورا سلاکار دې له دندې کوښه شي.
ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې : «د هیواد د ملي امنیت سلاکار دنده په امنیتي سکتور کې اجرایوي چوکۍ نه ده ، د ملي امنیت سلاکار خپل مسوولیت هیواد ته په خورا ریښتینولي ادا کړې او کوي يې».
ارګ دغه څرګندونې هغه مهال وکړې چې: د جمعیت ګوند سرپرست وړاندیز کړې وه ترڅو د امنیتي اورګانونو مشران او د امنیت سلاکار له ډندې کوښه کرې شي.
په دغې خپرپاڼه کې ویل شوي چې «باید له رسمي پروسو جلا د امنیتي سیکتور د مسوولانو په اړه مخکې تر مخکې قضاوتونه ونه شي او په دې توګه په خپلو دندو کې د هیواد د وسله والو ځواکونو د تمرکز د تیت پرک کولو او تشویش سبب نه شي».
ارګ رباني او نورو دولتي چارواکو ته وریاده کړې چې باید د مسایلو په وړاندې مسوولانه عمل وکړي.
سپوژمې پوپل زې

Comments

Leave a Reply