ولسمشري ماڼۍ نن په هیواد کې ملي ماتم او سبا په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د بریدونو له له کبله لسګونه هېوادوال وژل شوي او ټپیان دي، چې له ویرجنو کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره نن یکشنبه د (سلواغې۸) په ټول هېواد کې ملي ماتم دی او سبا به پر همدې لامل عمومي رخصتي وي.
خبر پاڼه کاږي؛ سبا به ټپیانو ته د لاسرسي لپاره یوازې په کابل کې عمومي رخصتي وي؛ خو د سې شنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د وژل شویو فاتحه او د قرآن کریم ختمونه تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ په دوه یمه دروازه کې د موتر بم برید وکړ، چې په کې 90 کسه ووژل شول او نږدې 180 نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم طالبانو ورته بریدونه ترسره کړي چې له امله یې ګن شمیر ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply