ولسمشرمحمد اشرف غني تاجکستان ته لاړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کاسا زر پروژې هیوادونو په دویمه ناسته کې ګدون په موخه ولسمر محمد اشرف غني تاجکستان ته لاړ.
ارګ نه په خپور شوې خبر کې راغلي چې ولسمشر به په دې ناسته کې ګډون او وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د خپلمنځي اړیکو پر پراخولو خبرې وکړي.
خپر زیاتوي چې: د دغې ناستې اصلي موخه د کاسا زر پروژه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د تاجکستان او قرقزغستان زر میګاواټه بریښنا ولیږدول شي”.
د دې پروژې په پلي کیدو سره به افغانستان ته هم درې سوه میګاواټه بریښنا ورکول کیږي.
نجیب الله ازاد د ولسمشر مرستیال ویاند وايي د دغې ناستې په ترڅ کې د کاسا زر پروژې د عملي چارو د پرانیستلو ترڅنګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان د روانو د اوبو په اړه هم خبرې وشي.
نوموړي زیاته کړې ده چې، د کاسا زر پروژه د افغانستان تاجکستان قرغزستان او پاکستان مشرانو له خوا پرانیستل کېږي.
ویل کیږي چې په تاجکستان کې د څلورو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره هم ځانګړې ناسته ولري.
دواخان مینه پال رسنیو ته ویلي چې په دغې دوه اړخیزه غونډه کې به د دواړه هېوادونو پر دوه اړخیزه اړیکو او له ترهګرۍ سره د روانې جګړې په اړه خبري وشي.
دغه کتنه وورسته له هغه کیږي چې افغان حکومت د امریکا د کانګرس د پلاوي په منځګړیتوب ومنله چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو پرضد همغږي عملیات ترسره شي. امریکا به ددغو عملیاتو څارنه کوي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply