ولسمشر:له افغان کلمې سره څوک مخالف نه دي

comments 0

هندوکش – کابل :ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له افغان کلمې سره دې څوک مخالفت نه کوي او افغانانو د افغانیت لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي.
ولسمشر وویل( مسلمانان و، مسلمانان یو او مسلمانان به یو، افغانان و، افغانان یو او افغانان به و اوسو.)
ولسمشر په ډاګه کړه چې افغانیت ورته چا په خیرات کې نه دی ورکړی او په دې باندې خلکو زیاتې قربانۍ ورکړي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې هرات کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، افغانان دې یووالي ته پام وکړي او له ځمکنۍ بشپړتیا دې ساتنه وکړي.
هغه ډاډ څرګند کړی چې حکومت به یې افغانستان د پرمختګونو لوري ته سوق کړي او په دې برخه کې د خلکو ملاتړ او همکاري ضروري ده.
ولسمشر وروستیو بدلونونو ته په اشارې ویلي چې اصلاحات د خلکو د هوساینې لپاره دي او تر شا یې هیڅ کوم هدف نشته.
عبیدرادپور

Comments

Leave a Reply