ولسمشرغني: د طالبانو سره د افغان حکومت مذکراتي ټیم مخامخ خبرو ته چمتو دی

comments 0

هندوکش ــ کابل: ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د حکومت مذاکراتي ټیم به د کب میاشتې تر شلمې چمتو شي او د سولې په تړاو هره هوکړه به د ملي شورا له تصویب وروسته د لویې جرګې لخوا هم تاییدېږي.
د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د افغان حکومت مذاکراتي ډله له طالبانو سره مخامخ خبرو پیلولو ته چمتو ده. نوموړي یو ځل بیا وویل، د خبرو له پیلېدا مخکې د طالب بندیانو خوشي کول باید د شرط په توګه مطرح نه شي، خو په بین الافغاني خبرو کې بحث پرې کېدای شي.
ولسمشر غني دا څرګندونې د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او له پارلمان یې غوښتل چې د بین الافغاني خبرو په مذاکراتي ډله کې د شاملولو لپاره پنځه غړي (درې سړي او دوه ښځې) وروپېژني.
ولسمشر غني وویل، د افغانستان د ولسمشر په توګه نه غواړي چې یو طالب بندي هم ورسره پاتې شي، خو په وینا یې “د یوه راڼه او ښکاره میکانېزم پر بنسټ باید دا کار وشي، چې خلک ډاډمن شي له خوشي کېدو وروسته په دې کسانو کې څومره بدلون لیدلی شي.”
ښاغلي غني وویل، د سولې په نوي تګلوري کې باید “یو موټی مخته ولاړ شو، د سولې په اړه د افغانستان حکومت ټول تصامیم د مشورو پر اساس و او وي به.”
ده وویل، د حکومت مذاکراتي ټیم به د کب میاشتې تر شلمې چمتو شي او د سولې په تړاو هره هوکړه به د ملي شورا له تصویب وروسته د لویې جرګې لخوا هم تاییدېږي.
عبید رادپور

Comments