ولسمشر، له جنرال دوستم سره ولیدل

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني له خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر او جنرال دوستم د هېواد په روان وضعیت او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.
جنرال دوستم تېره اوونۍ له ۱۱ میاشتیني تبعید وروسته کابل ته راغی.
اوس چې ولسمشر له خپل لومړي مرستیال سره ولیدل داسې باور شته چې د حکومت پر ضد جوړ شوی ایتلاف چې جنرال دوستم یې هم غړی وو ښايي وپاشل شي او یا هم یو مهم اړخ له لاسه ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments