ولسشمر او محمد حنیف اتمر د طالبانو له اوربنده هرکلې وښود

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني په خپل تویټر پاڼه کې د طالبانو له وروستي موقفه ملاتړ ښودلې او له نړیوالو شریکانو او د حکومت یادې پړیکړې په اړه د خلکو له ملاتړ یې مننه کړې دې.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم په ټویټر کې لیکلي چې”هیله ده چې دا اوربند به دوامدار شي او په افغانستان کې تل پاتې سولې ته به لار جوړه کړي.”
قادرشاه زیاته کړه:
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني فیسبوک کې په ژوندې بڼه “د روژې د مبارکې میاشتې له اووه ویشتمې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړې وو او ویلي وو چې د هېواد ټول امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي.”
په بیان کې راغلي وو چې داعش، القاعده او نورې بهرنۍ ترورېستي ډلې له دې اعلانه مستثنی دي.
تر دې وروسته وسله والو طالبانو هم له خپل لوري، د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او ویې ویل چې وسله وال به یې په دې موده کې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو تعرضي حملې نه کوي.
د افغانستان د حکومت له لورې د موقت اوربند د اعلان په پراخه کچه هرکلی شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم افغان حکومت له طالبانو د سولې غوښتنې کړي چې تردې دمه طالبانو مثبت غبرګون ورښودلې نه دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments