په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۹ تنه ترهګر بلخ، فاریاب او کندز کې وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د شاهین ۲۰۹ قول اردو نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې په تیرو ۲۴ ساعتو کې د طالب وسله والې ډلې پنځو قومانداناو په ګدون ۶۴ تنه بلخ، فاریاب او کندز کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو په ځمکني او هوایي عملیاتو کې ۹ تنه ترهګر د قوماندان ملا ضیا په ګدون فاریاب کې مړه او ۱۱ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې له مخې بلخ او کندز کې همداراز ۵۸ تنه مړه او ۳۸ نور تپیان شوي دي.
وژل شویو کسانو په منځ کې د طالب وسله والې ډلې قوماندانان لکه مولوي مطیع الله بلخ ته د طالبانو نومول شوي والي، ملا عبدالرحیم مشهور په خادم، قاري صفی الله، ملا مطیع الله او ملا نور هم شامل دي.
یاده دې وي چې اوسمهال طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو هوایې او ځمکني عملیات رواندي چې له امله یې د ملي دفاع وزارت په وینا طالبان او داعش ترهګره ډله سخت ځپل شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply