ولایتونو کې د تذکرو له ویش هر کلی شوی

comments 0

هندوکش – کابل: د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د برښنایي تذکرو د ویش هر کلی شوی او ټينګار دا دی چې ژر تر ژره دې دا پروسه ولایتونو کې پيل شي.
ځینو ولایتونو کې غونډې شوي او ځینو نورو کې خلکو د ټولنیزو رسنیو له لارې له ولسمشر غوښتي چې ژر تر ژره دې دا پروسه ولایتونو کې هم پيل شي.
له ولایتونو په ټولنیزو رسنیو کې هغه کسان او ډلې غندل شوې چې د برښنایي تذکرو د ویش پروړاندې خنډونه جوړوي.
غوښتنه دا ده چې اوس زیات خلک هیڅ ډول تذکرې نه لري او د برښنایي تذکرو په پيل سره ټول لیواله دي چې خپل هویت ثابت کړي او تذکرې واخلي.
ولسمشر ډاډ ښودلی چې د برښنايي تذکرو بایو متریک له ارګ څخه پيل شوی او ژر ده چې د کابل په ګډون ټولو ولایتونو په مرکزونو کې پيل شي.
دا پروسه به د ولایتونو له مرکزونو بیا د ولسوالیو مرکزونو ته هم وغځیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply