وسلوالو طالبانو په پکتیا ولایت کې یو پل په بمونو الوځولی

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت سیمه ییزچارواکي وايي، چې تیره ورځ ناوخته وسلوالو طالبانو د پکتیا ولایت ځاځيو اریوب ولسوالۍ ته د غځیدلی سړک پل په بمونو الوځولی او ځايي اوسیدونکي یې له خورا ستونزو سره مخامخ کړي دي.
چارواکي زیاتوي، چې طالبانو په دې ورستیو کې د ولسي وګړو په وړاندې هدفي وژنو ته زور ورکړی او هره ورځ عامه تاسیسات ویجاړوي.
په ورته مهال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل غیر انساني بللی او په طالبانو یې غږ کړی چې جګړه بس کړئ او د خلکو غوښتنو ته لبیک ووایاست.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Comments