وسلوالو طالبانو په هرات ولایت کې سړک په بمونو الوځولي دی

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د یاد ولایت په نجیل ولسوالۍ شیخ سیمه کې سړک په بمونو سره الوځولی دی.
چارواکي زیاتوي، چې د طالبانو له لوري ویجاړ شوی پل سره د یادې سیمې اوسیدونکي له سختو ستونزو مخ شوي دي.
د هرات ولایت اوسیدونکو د طالبانو له لوري ترسره شوی عمل په سختو ټکو سره غندلي او له طالبانو یې غوښتي دي، چې د عام المنفعه ځایونو له ویجاړونو څځه لاس واخلئ او خپل هېواد نور مه ورانوئ.
په عین حال کې د یاد ولایت دیني عالمانو د یاد عمل د غندلو سربیره له هېوادوالوڅخه غوښتنه وکړه، چې د سولې په برخه کې د خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
امیرحسین سلجوقي

Comments