وسلوالو طالبانو ټرمپ ته مډال ورکوونکی قومي مشر ووژه

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: طالبان په لوګر ولایت کې هغه قومي مشر چې تړمپ ته یې د میړانې مډال ورکړې وو وژلې دې.
د لوګر سیمه ییز چارواکې وايي ، د حاجي ګل نبي په نوم یو قومي مشر چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې د مېړانې مډال ورکړی وو تیره ورځ په دغه ولایت کې په یوه چاودنه کي وژل شوی.
د لوګر د والي ویاند پیښه تاییدوي او وایي چې ګل نبي کومه رسمي دنده نه لرله.
خو په ورته وخت کې وسلوالو طالبانو رسنیو ته د یوې خبرپانې په استولو سره ادعا کړې چې ، یاد قومي مشر د دوی په چادونه کې وژل شوی.
سپوږمې پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments