وسلوالو طالبانو سرپل کې دوه ملکي وګړي وژلي

comments 0

هندوکش ـ سرپل : شاهین قول چارواکي وايي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د سرپل مرکز اړوند سید اباد سیمه کې د یوې ښځې په ګډون دوه ملکیان وژلي او یوه بله ښځه یې ټپي کړې ده.
د شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتر اعلامیه کې راغلي، چې وژل شوي کسان هر یو ۴۵ کلن محمد نظر او ۵۷ کلنه سیاه موی ده. او همدا راز د ساجدې په نوم ۲۵ کلنه مېرمن پکې ټپي شوې ده.
عاطفه مصمم

Comments