وسلوالو طالبانو د نیمروز او دلارام سړک ځېنې برخې نړولې دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې وسلوالو طالبانو د نیمروز- دلارام سړک ځینې برخې ویجاړي کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې یاد سړک د هرات-کابل لویه لاره نښلوله، خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم وسلوال طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې يې سړکونه او پلونه تخریب کړي دي.
امیرحسین سلجوقي

Comments